اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د تاجكستان٬ازبكستان او افريقې هېواد ټوګو خارجه وزيرانو سره ټېليفوني تماس نيولې۔د خارجه دفتر وياند له مخې تاجك خارجه وزير سراج الدين مهر الدين خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د دواړو هېوادونو ترمينځه پرله پسې په زيات شوي دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔شاه محمود قرېشي ووئيل د دواړو هېوادونو قيادت ترمينځه اعلٰی كچ دورو سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شوې دي۔خارجه وزير د تاجك خپل هم څنګ د پاكستان”وژن سينټرل اېشيا پالېسي”خدوخال څخه خبر كړو۔خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكو زياتولو لپاره دوه اړخيزه ټرانزټ ټرېډ لوظ نامه خبرو اترو ته زر تر زره حتمي شكل وركولو په حاجت زور راوړو۔دواړو خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو٬او آئي سي٬اېس سي او او اي سي او پشمول نړيوال او سيمه ايز فورمز دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو او په افغانستان كښې كوټلي امن او استحكام لپاره په ګډه كار روان ساتلو ته سلا شول۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افريقې هېواد ټوګو هم څنګ پروفيسر رابرټ ډسي سره په خبرو اترو كښې ووئيل پاكستان-ټوګو پارټنرشپ په شريكو ګټو او شريك احترام په مستحكم بنيادونو اډانه دې۔خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان ټوګو سره اړيكې مهمې ګڼي۔ده د او آئي سي٬اے يو٬يو اېن او ايكو كښې د ټوګو مثبت او مهم شراكتدار وستائېلو
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د تاجكستان٬ازبكستان او افريقې هېواد ټوګو خارجه وزيرانو سره ټېليفوني تماس نيولې
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس