اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد د معيشت استحكام او د كورونا وبا اثرات څخه بحالۍ لپاره د تعميراتي څانګې وده د اهميت وړ ده، د نوو سوسائټو او تعميراتي پروژو سره سره د موجوده غېر منظور شوو يا غېر قانوني هاٶسنګ سوسائيټو په اړه دې د سباٶن لائحه عمل رامخې ته كړے شي. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د كورونو ، ودانيو او پرمختګ د نېشنل كوآرډينېشن كمېټې غونډه نن وشوه ، په غونډه كښې د تعميراتي چارو او د بېلا بېلو پروژو د پرمختګ جاج واغستلے شو. د سماجي تنظيم اخوت د مرستې په اړه غونډې ته ووئيل شول د حكومت لخوا اخوت تنظيم ته 5 اربه روپې وركړې شوې وې. د دې پروژې كاميابۍ تر مخه حكومت اخوت ته د نورو پنځو اربه روپو وركولو پرېكړه كړې خو د اخوت لخوا وئيلي شوي چې روان مالي كال لپاره نورې دوه اربې روپې پكار دي كومې به چې د حكومت لخوا وركړې شي.غونډې ته ووئيل شول د اخوت پروژې له مخې به د روان كال تر پاې 16000 كورونه جوړول ترسره شي.غونډې ته د سندھ چيف سېكرټري لخوا هم بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم ده ته هدايت وكړو چې د التوا ښكار د منظورۍ عمل ګړندے كړئ.دغسې وزيراعظم ته د سي ډي اے پشمول د نورو لخوا هم په اړوندو چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د كورونو ، ودانيو او پرمختګ د نېشنل كوآرډينېشن كمېټې غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام