اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي حكومت د كاروبار ودې، اقتصادي پرمختګ او د ملازمت موقعې وركولو لپاره په بجټ كښې د تاجرانو او صنعت كارو تجويزونو ته پام لرنه كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د بزنس كميونټي چيئرمېن سراج قاسم تيلي او د كراچې د ايوان صنعت او تجارت استازو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال د كراچې د تاجرانو او صنعت كارو لخوا د راتلونكي بجټ په اړه د وړاندېزونو جاج واخستلې شو. پلاوي د وزيراعظم سلاجكار ته په بجټ كښې د ټېكس كمولو او د انكم ټېكس ري فنډ د ادائيګې د عمل ګړندي كولو خواست وكړو. دوي د تجارتي او كاروباري چارو ودې لپاره د اسانيو وركولو خواست هم وكړو. د وزيراعظم سلاحكار پلاوي له باور وركړو چې حكومت د كاروبار ودې، اقتصادي پرمختګ او د ملازمت موقعې وركولو لپاره په بجټ كښې د تاجرانو او صنعت كارو تجويزونو ته پام لرنه كوي
حكومت د كاروبار ودې، اقتصادي پرمختګ او د ملازمت موقعې وركولو لپاره په بجټ كښې د تاجرانو او صنعت كارو تجويزونو ته پام لرنه كوي
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ