کوئټه ۔21اپرېل(اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبېده جلال او د ايران د سترو لارو او ښارونو پرمختګ وزير محمد اسلامی ضلع كېچ تربت سره د پېوست پاک ایران بارډر پیشین مند کراسنګ پوائنټ پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستورې په موقعه د پاكستان او ايران اعلی چارواكي موجود وو۔ په دې مهال خپل خطاب كښې وفاقي وزيرې زبېده جلال ووئيل دا ننۍ ورځ د پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان اولس له تاريخي ورځ ده۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د دواړو وروڼو اسلامي ګاونډي هېوادونو ترمينځھ اړيكو ته تاريخي وده ترلاسه كېږي۔ هغې ووئيل د 6 مياشتو په لږه موده كښې دوه كراسنګ پوائنټ پرانستل يو مهم سنګ ميل دے۔ دې سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارت سوا شي بلكه دوه اړخيزه اړيكو او سېلګرۍ ته به هم وده ترلاسه شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم عمران خان د بلوچستان پرمختګ له ترجيحي ګامونه پورته كوي چې ورسره به دا صوبه هم ترقي كولو سره د نورو صوبو برابر شي۔
وفاقي وزيرې زبېده جلال ايراني وزير سره د پيشن مند كراسنګ پوائنټ پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ