اسلام آباد۔8اپریل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د مدينې رياست په اصولو تللو سره مونږ كاميابي ترلاسه كولې شوو٬ پاكستان دومره فرصتونه او صلاحيتونه لري چې دا څه وخت هم مخ په وړاندې روانېدے شي ٬ په هېواد كښې د حكومت بدلولو كومه پرېكړه چې د بهر څخه شوې د دې نه دا ثابته شوه چې كه اولس د خپلې آزادۍ او خپلواكۍ ساتنه ونه كړه نو د بهر نه څوك هم حكومتونه بدلولې شي٬ د نبي علېه السلام لاره د عظمت لاره ده٬ په دې لاره سكون او راحت ترلاسه كېږي۔ پاكستان يو فلاحي رياست جوړول زما په سياست كښې د راتللو مقصد ؤ ۔ د “پرله پسې محنت” په سرخط سركاري ټي وي سره مركه كښې وزيراعظم عمران خان وو??يل د سياست په لار مونږ يو اوږد سفر كړے۔ ده وو??يل د مدينې رياست زمونږ د ټولو لپاره يوه نمونه ده ٬ خود داره قام چاته سر نه ټيټوي ، كله چې رياست كمزورے شي نو تر ټولو زياته بې وزله طبقه ځپلې كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم وو??يل د علامه اقبال خوب دا ؤ چې هېواد د نظريې په بنياد جوړ شي۔ ده وو??يل ما په خپل ژوند كښې هر ډول عروج وليدو۔ ما په ښو سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كړې خو مذهبي زده كړې مو هغسې ترلاسه نه كړی۔ ده ووئېل د پاكستان د وجود او مقصد نه خبر نه وو٬ سيرت النبي (ص) راته چا ښود??ے نه ؤ ۔ بيا ما د نبي علېه السلام د سيرت مطالعه وكړه ٬ ما د لوئيديز هم مطالعه كړې ۔ زه د خپل ژوند د تجربې په بنياد په دې خبره پوهه شوم چې كله مونږ د لويې څښتن نه په مونځ كښې د نېغې لارې دعا غواړو نو دا لاره ډېره ګرانه ښكارېده ٬ خو حال دا دے چې دا زمونږ د بهترۍ لاره وه ٬وزيراعظم ووئېل بله لاره د خواهشاتو وه خو هغه د عارضي خوشحالۍ لار ده۔ اصلي خوشحالي په نېغه لاره كښې ده او دا لاره ګرانه ده۔ د نبي كريم ﷺ لاره د عظمت لار ده۔ ده وو??يل زمونږ ځوان كول د بالي وډ سټار او پاپ ميوزك نه متاثره كېږي۔ دا ظاهري خو ښه ښكاري ولې دننه داسې نه وي۔ ده وو??يل په نېغه لاره كښې سكون او راحت دے۔ وزیراعظم وو??يل زه هره ورځ د شپې اوده كېدو نه وړاندې د خپل ځان جاج اخلم ٬ دې نه زه په نېغه لاره پوهه شوے يم۔ ده وو??يل پاك پروردګار انسانانو ته په نېغه لاره د تللو حكم وركړے ۔ په دغه لارو تللو كښې د انسانانو عظمت دے۔ ده وو??يل كه پاك پروردګار زما په زړه كښې ايمان نه ؤ اچولے زه به سياست ته راغ??ے نه ووم۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل ما چې د ژوند كوم هدفونه ټاكلي وو هغه مې سر كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل ما اسلامو فوبيا مخ په زياتېدو ليدلې٬ دا د سلمان رشدي د كتاب نه پېل شوه٬ كوم مسلمان سكالر ??ا هېواد د دې د مخنيوي سوچ هم نه شو كولے ۔ مونږ په هر يو فورم د دې فعاله ځواب وكړو۔ د نائن الېون نه وروسته ترهګري اسلام سره وتړلې شوه ٬ د اسلامو فوبيا په ضد په هر فورم د غږ پورته كولو نتيجه دا رامخې ته شوه چې په ګرده نړۍ كښې 15 مارچ د اسلاموفوبيا په ضد د نړيوالې ورځې په توګه د لمانځلو پرېكړه وشوه او دا درناوے پاكستان ته ترلاسه شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل كلمه طبيه انسان آزاد او خپلواكه كوي۔ د پاك پروردګار نه سوا بل چا ته ټيټدل شرك دے ٬ دا لاره په انسانانو كښې خود داري راپېدا كوي۔ ده وو??يل مونږ د نبي علېه السلام د سيرت نه د ځوان كول خبرولو له رحمت للعالمين اتھارټي جوړه كړې۔ ده وو??يل د كوچنيانو ذهني ??رب??ې له به اسلامي كارټون او په مسلمانانو اتلانو د تركيه په څير ډرامې جوړولې شي۔ ده وو??يل فحاشۍ د كومې ټولنې لپاره تباهي ده۔ د دې د لاسه كوچنيانو سره زياتے او د مېرمنو سپكاوے كېږي۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل نبي علېه السلام د نړۍ عظيم انسان دے٬ هغه 13 كاله په ستونزو كښې تېر كړي ۔ ده وو??يل په مزاحمت كولو انسان قوي كېږي٬ ده وو??يل قائداعظم سره په اولنو ورځو كښې ډېر كم ملګري ولاړ وو۔ د حق ملګري كم وي۔ پاكستان د 22 كروړه خلقو هېواد دے خو د بده مرغه زمونږ لارښود وائي چې سوالګري خپلې پرېكړې په خپله نه شي كولې ۔ قامونه په قربانۍ وركولو جوړېږي۔ پاكستان زياتې موقعې او صلاحيت لري۔ دا قام كله هم اودرېدے شي۔ دلته ډېر عظيم خلق شته په كومو كښې چې زياتره د هېواد نه بهر خذمات ترسره كوي۔ ده وو??يل څه وخت چې قام د عظمت په لاره روان شي خپلې مسئلې به حل كړي٬ د نړۍ مخې ته كه اودرېږي پرمختګ به وكړي۔ ده وو??يل د نبي علېه السلام په دور كښې په مدينه كښی 10 كلونو كښې يوازې 1200 كسان ووژلې شوي وو او يو لاك نه زيات كسان مسلمانان شوي٬ دا د كردار جوړونه ده۔ ده وو??يل زه قام سره د امر بالمعروف خبره كوم ٬ په هېواد كښې د حكومت بدلولو كومه پرېكړه چې د بهر څخه شو?? د دې نه دا ثابته شوه چې كه اولس د خپلې آزادۍ او خپلواكه ساتنه ونه كړه نو د بهر نه څوك هم حكومتونه بدلولې شي
د مدينې رياست په اصولو تللو سره مونږ كاميابي ترلاسه كولې شوو٬ پاكستان دومره فرصتونه او صلاحيتونه لري چې دا څه وخت هم مخ په وړاندې روانېدے شي۔ د وزيراعظم عمران خان د “پرله پسې محنت” په سرخط سركاري ټي وي سره مركه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش