نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله وزيرا??ظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې په هېواد كښې معاشي استحكام راوستلو ته حكومت پام لرنه كوي او د معاشي بحالۍ په منصوبه عمل روان دې٬د ټاكنو په عمل كښې معاونت كول د حكومت فرض دي٬مونږ به د انتخابي عمل مرسته او حمايت كوو٬دې سره سره د معاشي بحالۍ منصوبې ته د پام لرنې هڅه هم كوو٬دا تر ټولو لويې چېلنج دے۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په 78مې ??ون??ې په موقع د امريكې اونيز ميكزين”نيوزويك”سره په مركه كښې وزيرا??ظم په ګوته كړه چې نګران حكومت د معاشي عدم استحكام په صورتحال تشويش لري٬دا مهال تر ??ېر حد معيشت په قابو ك??ې دې٬دا هغه څيز د كوم چې مونږ بشپړه او په قانوني توګه نګراني كوو او كله چې د استحكام خبره راځي نو مونږ په دې حقله د اقداماتو ذمه وار يو٬د افغانستان سره د پاكستان د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د ګاونډي هېواد افغانستان ډي فيكټو حكومت سره اړيكو ښه كولو ك??ې وخت لګي خو مونږ باور لرو چې دې كښې به بريالې شو۔ده ووئيل مونږ د ټولې سيمې په اړه يو پراخا نقطه نظر لرو خو ځينې پیښې زمونږ اړيكې كړكېچن كوي٬ بيا هم مونږ په ښه ډول د هغې د منظم كولو هڅه كوو۔سوئېلي آسيا سيمه كښې د امريكې په حقله د يوې پوښتنې په ځواب وزيرا??ظم انوار الحق كاكړ ووئيل چې يو پاكستانې او د سيمې څخه راغلې تن په حېثيت زه ??ېر حېران يم چې دا سيمه نظرانداز كېږي او يا د امريكې د پام مستحق دې ځكه چې دا هغه ځاې و چرته چې ??ېر څه كېدل۔په دې سيمه كښې ??رې نه تر څلور اربه آبادي ده٬څلور اربه وګړي څنګه نظرانداز كېدې شي؟وزيرا??ظم انوار الحق كاكړ ووئيل په دغه سيمو ك??ې ممكنه شخړې دي٬زما د اړخه د كشمير شخړې ذكر نه كول به د بخل خبره وي ځكه چې د دوه اتومي رياستونو ترمينځه فليش پوائنټ دې۔په دې خبره سوچ كولو ته اړتيا ده چې په اروپائي برا??ظم به د دې څه ډول اثرات مرتب كېږي؟ او په پاتې برخو به د دې څه اثرات پريوځي
په هېواد كښې معاشي استحكام راوستلو ته حكومت پام لرنه كوي او د معاشي بحالۍ په منصوبه عمل روان دې٬د ټاكنو په عمل كښې معاونت كول د حكومت فرض دي۔لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria