اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي)د دبئي نائب حكمران او د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم شېخ مكتوم بن محمد بن راشد په دبئي ايكسپو 2020 كښې د پاكستاني پوېلين دوره وكړه۔دا په مينځني ختيز او دبئي كښې د ايكسپو وړومبې نړيواله تجارتي مېله ده په كومه چې 6.8 ارب ډالره لګښت راغلې او په 4.3 مربعه كلوميټر زمكه جوړه شوې۔په مېله كښې د پاكستان پشمول نزدې د 200 هېوادونو كمپنۍ ګډون كوي۔د كورونا وائرس نه پس سېلګرو لپاره په مينځني ختيز كښې دا وړومبې نړيواله تجارتي مېله پېل شوې۔د مېډيا له مخې شېخ مكتوم د شورو په ورځ په اپرجيونټي ډسټركټ كښې د پاكستان د پوېلين دوره وكړه۔چرته چې هغه د پاكستان د سباؤن د سفر د ځانګړو اړخونو څخه د لوي سكرين د لارې خبر كړے شو۔په پاكستاني پوېلين كښې د ټېكنالوجۍ او لوبو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې پرمختګ په ډاګه كړے شو۔ايكسپو په درې ضلعي موضوعات تقسيم كړے شوے۔د پټې خزانې (دي هيډن ټريژر) تهيم د پاكستان په وژن په اپرچيونټي ډسټركټ كښې جوړ كړے شوے
شېخ مكتوم بن محمد بن راشد په دبئي ايكسپو 2020 كښې د پاكستاني پوېلين دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : quina acumulada