اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي اوسنے حكومت په ټولنه كښې بې وسه طبقو ته خاص پام لرنه كولو سره د فلاحي رياست خوب له تعبير وركوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ?? نهې په ورځ د احساس پروګرام ون ونډو آفس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ په دې موقع دوهم سپيكر قاسم سوري، وفاقي وزير خس??و بختيار، د اطلاعات او خپرون?? وزير مملكت فرخ حبيب، د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د سمندري چارو وفاقي وزير علي زېدي او د وزيرِ ا??ظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم موجود وه۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل رياست په عملي توګه د مور كردار لوبوي او كوم كسان چې دا ليدل غواړي چې څنګه كردار لوبوي٬ بايد د احساس ون ونډو دوره وكړي۔ ده ووئيل وزيرا??ظم وئيلي دي زه د مدينې رياست په طرز يو فلاحي رياست جوړول غواړم چرته چې ذمه واري د ټولنې د كمزورو طبقو مرسته كول دي۔ ده ووئيل ثانيه نشتر او د ھغې همكارانو ته د اولس ضرورتونه او د عزت نفس تر مخه د احساس وفاق او نورو پروګرامونو رامخې ته كولو مباركي وركوم۔ ده ووئيل د احساس پروګرام تر مخه صحت، د كوچنيانو د تعليم او د معاش پحقله ټول سهولتونه په دې مركز كښې ترلاسه دي۔ اسد عمر ووئيل د اولس عزت او احترام تر مخه احساس ون ونډو جوړ كړے شوے او دې دلته اولس ته هر ډول سهولت وركړے كېږي او انجونو لپاره زيات سكالرشپس مقرر كړے شوي ۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې په 3700 يوټيليټي اسټورز راشن كارډ وركول پېل كړے شوي۔ په دې موقع د غربت تخفيف لپاره د وزيرا??ظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او وفاقي وزير مخدوم خس??و بختيار هم وېنا وكړه
حكومت بې وسه طبقو ته خاص پام لرنه كولو سره د فلاحي رياست خوب له تعبير وركوي۔ د وفاقي وزير اسد عمر د احساس پروګرام ون ونډو آفس پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ