مظفر آباد 31 اګست (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس ??ان وئېلي دي سيد عل?? ګېلاني د يو عهد نوم دے٬ټول عمر د ظلم او ج??ر په وړاندې لكه د غر ولاړ ؤ ٬هغه خپل ټول ژوند د كشمير د آزادۍ تحريك او د كشميري اولس حقونو لپاره وقف كړے و او تر وروستۍ سلګۍ په خپله نظريه كلك ولاړ و٬د بابائے حريت نعره چې مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے٬نن هم په مقبوضه كشمير كښې تر ټولو مقبول نعره ده٬د عظيم حريت لارښود سيد عل?? ګېلاني د وړومبي تلين په موقع په خپل خاص پیغام كښې وزيراعظم سردار تنوير الياس ??ان ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د انساني تاريخ د بدتره ظلم په وړاندې د حق كلمه وئيونكو ته سلام كوم۔سيد عل?? ګېلاني په جرات او بهادرۍ د ظلم او استبداد مقابله كړې٬په مقبوضه كشمير كښې نن هم ظلمونه روان دي۔ده ووئيل سيد عل?? ګېلاني د بهادرۍ او استقامت روښانه نوم دے٬د ظلم او ج??ر په وړاندې چې كله هم د پرله پسې او دائمي مزاحمت ذكر كېږي ن?? راتلونكو نسلونو ته به سيد عل?? ګېلاني وريادېږي۔د سيد عل?? ګېلاني د رحلت په وجه چې كومه خلا راپیدا شوې هغه كله هم نه ده پوره شوې
سيد علي ګېلاني د يو عهد نوم دے٬ټول عمر د ظلم او جبر په وړاندې لكه د غر ولاړ ؤ۔د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش