اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) په پ??کستان کښې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو په خوندي ډول خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ د اتوار په ورځ رېډيو پاکستان خپل رپورټ كښې وئيلي چې په تېرو 24 ساعتونو کښې 693 كسان په خوندي توګه بېرته ولېږلې شول چې ورسره د بېرته لېږلو شويو مجموعي شمېره 460,881 ته رسېدلې ده۔ د نېشنل اېکشن پلان اېپكس كمېټۍ د اكتوبر په 3 مه نېټه په يوه غونډه كښې په پ??كستان كښې په غېر قانوني توګه پ??تې كېدونكو بهرنيانو لپاره وروستۍ نېټه 31 اكتوبر ټاكلې وه په كومه كښې چې هغوي ته په رضاكارانه توګه د بېرته تللو اختي??ر وركړے شوے وو۔ د پاكستان حكومت په پولو د کډوالو د ستنولو عمل اسانولو کښې فعال رول لوبولے دے۔ د دې پرله پ??ې هڅو مقصد د هغو کسانو په اسانه او خوندي توګه ستنول باوري كول دي كوم چې دلته د كومې قانوني دستاوېز نه غېر پاتې كېدل۔
په غير قانوني توګه د پاتې كيدونكو خپلو هيوادونو ته د ستنيدو لړۍ روانه ده
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná