جنیوا ۔4اکتوبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر په پاکستان کښې خلق د سيلاب د تباهۍ څخه بچ كولو او په سباؤن ??ښې د ماحولياتي بدلون د اغېزو مخنيوي لپاره د بشپړه منصوبو په حاجت زور راوړوے۔ په جنېوا کښې د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د ملګرو ملتونو فلش اپيل 2022 غونډې ته اسلام آباد څخه په خپل ورچوئل خ??اب ??ښې حنا رباني کهر ووئیل دا د پاکستان او نړۍ اجتماعي مسؤلیت دے چې هغه په پاكستان ??ښې د سېلاب ځپليو مرسته وكړي۔ د يو انسان په حېث دا زمونږ اخ??اق?? ذمه واري ده چې مونږ د مصيبت او ستونزو سره د مخ شوو خلقو حاجتونه ترسره كولو له يو شوو۔ د پاكستان حكومت لخوا په وزارتي كچه د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان په جنېوا ??ښې شوې دستوره ك??ې نېغ په نېغه او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق او خارجه وزيرې حنا رباني كھر اسلام آباد څخه ورچوئل ګډون وكړو۔ په غونډه ك??ې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو سره سره د ملګرو ملتونو د بېلو ايجنسو او د بشري تنظيمونو استازو هم ګدون كولو۔ دې نه وړاندې سېلاب ځپليو لپاره د پاكستان او ملګرو ملتونو د ګډې فلېش2022 اپیل په جنېوا ??ښې وشو۔ د موسمياتي بدلون د لاسه د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره دا كمپائن د پاكستان حكومت او ملګرو ملتونو كړے۔ خارجه وزيرې په خپل خ??اب ??ښې ووئيل د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره په نړيوالو كچه به پرله پسې او اجتماعي هڅې كول وي۔ دې ووئيل د پاکستان خلقو د موسمي بدلون د لاسه راغلي قدرتي آفت سره مخ شوو او بې كوره شوو وګړو لپاره د خپلو كورونو دروازې پرانستې او د دوي يۍ هر ډول ممكنه مرسته ك??ې ۔ دې د بیارغونې او مرستې لپاره په نړیواله کچه د قوي هڅو کولو په حاجت زور راوړو۔ دې ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون د لاسه قدرتي آفتونو سره مخ دے او حال دا دے چې په دې بدلون ??ښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده۔ دې ووئيل مونږ له به سېلاب ځپليو ته دا باور وركول وي چې د هغوي بحالۍ لپاره به هڅې كولې شي۔ د ملګرو ملتونو انډر سېكتر مارټن ګرفتھ دستورې ته خطاب ??ښې ووئيل پاكستان د سېلاب تباھۍ سره مخ دے ٬ نړيوالې ورورولۍ له به د سېلاب ځپليو بحالۍ هڅو ??ښې د پاكستان مرسته كول وي۔ ده ووئيل پاكستان ??ښې د بارانونو او سېلابونو د لاسه ولاړو فصلونو او څاروو ته سخت زيان رسېدلے۔ دې ووئيل پاكستان په موسمياتي بدلون ??ښې زياته برخه نه لري ولې بياهم د دې زيان پورته كوي۔ پاكستان ??ښې د ملګرو ملتونو استازي جولين هارنس په دې موقعه خپل خ??اب ??ښې ووئيل د سېلاب ځپليو زر تر زره بحالۍ له به ګامونه پورته كول وي٬ د پاكستان حكومت او سول سوسائټي په هېواد ??ښې د سېلاب ځپليو هره ممكنه مرسته كوي٬ پاكستان د بې نظير انكم سپورټ پروګرام د لارې هم د سېلاب ځپليو مرسته ك??ې ۔ دستورې ته د ملګرو ملتونو د ذېلي ادارې يونيسف استازي هم خطاب وكړو۔ ده په خپل خ??اب ??ښې ووئيل د سېلاب د لاسه پاكستان ??ښې د لكھونو په شمېر كوچنيان هم ځپلې شوي٬ د دوي تعليمي ادارې د سېلاب اوبو ويجاړې كړي۔ ده غوښتنه وكړه چې سېلاب ځپليو سيمو ??ښې د سكولونو بحالۍ ??ښې دې د پاكستان حكومت مرسته وكړې شي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي ډاکټر ټیډوس ایډهینم فلېش اپيل غونډې ته خپل خ??اب ??ښې ووئيل د پاكستان حكومت د سېلاب ځپليو ريسكيو كولو او دوي ته ريليف وركولو له غوره كار كړے۔ د سېلاب په چېلنج قابو موندلو له به نړۍ له د پاكستان مرسته كول وي۔ ده ووئيل كه سېلاب ځپلي محفوظو ځايونو ته منتقل نه ك??ے شول نو د وبائي رنځونو د خپرېدو اندېښنه ده۔ د پاكستان لخوا په دې كمپائن ??ښې د ماحوليات بدلون وزيرې شيري رحمان ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احسن اقبال او د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كھر ګډون كولو۔
د پاکستان سېلاب ځپلو مرستې او بحالۍ لپاره به په نړیواله کچه اجتماعي هڅې او په ګډه كار كول وي٬ د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كھر د يو اېن فلېش اپيل دستورې ته ورچوئل خطاب
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری