اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي چې پاكستان په نړۍ كښې امن په ځايې كولو له بشپړ كردار ترسره كړے دے٬ پاكستان د ملګرو ملتونو امن م??ن كښې د كردار ترسره كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو امن م??ن 2 ورځنۍ وزارتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان تل تاؤ تريخوالي سره مخ سيمو كښې امن په ځايې كولو له ملګرو ملتونو سره په ګډه مهم كردار ترسره كړے دے ٬ د دې مشن د كار استعداد سوا كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د امن م??ن كاميابي ګڼ اړخيزه او مربوط عواملو سره تړلې ده۔ پاكستان په 30 او 31 اګست په اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو د امن م??ن د روانې غونډې تيارۍ غونډې كوربتوب وكړو چې سرخط يۍ”د ملګرو ملتونو امن ډلو حفاظت او سلامتيا” دے۔ جاپان د دې غونډې شريك كوربه دے كومه چې د پاكستان تر ټولو لويې تربیتی اداره سېنټر فار انټرنېشنل پیس اېنډ سټېبلېټی (سی آئی پی ایس) كښې وشوه۔ په غونډه كښې د غړو هېوادونو استازو او ځائي او نړيوالو پوهانو ګډون وكړو۔ د ملګرو ملتونو د سېكرټرېټ اعلی چارواكي هم غونډه كښې موجود وو۔په دوه ورځنۍ غونډه كښې په بېلو ذېلي سرخطونو مباحثې وشوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د پاكستان شم??ره د ملګرو ملتونو امن پوځ ته زيات عسكر وركوؤنكو هېوادونو كښې كېږي۔ پاکستان كال 1960 څخه تر دې دمه نزدې په ټولو براعظمونو كښې د ملګرو ملتونو 46 امن م??نونو له دوه لكه 30 زره څخه زيات سړي او مېرمنې اهلكارې لېږلې دي۔ د پاکستان 172 امن عسك??و د خپل فرض په ترسره كولو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د كال 2023 وزارتی غونډه به په ګھانا كښې كولې شي۔ دې څخه وړاندې به د څلورو غونډې يو سيريز وي په كومو كښې به چې د يوې كوربتوب پاكستان كوي۔ په دغه غونډه كښې به د ملګرو ملتونو امن م??ن لا پياوړې كولو له مخصوص څانګو ته خاص پام ګرځولې شي۔
پاكستان د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د كردار ترسره كولو عزم لري ٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی