اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) وزيراعظمم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان او چين 70 كلنې پخوانې د دوستې نزدې اړيكې لري، راتلونكې اونې به د چين دوره كوم، د چين د تجربو څخه استفاده كوو او لا زده كړه غواړو، وخت سره سره به د پاكستان او چين دوستي لا قوي شي، نړيوالې ټولنې كه افغان اولس په دې سخت وخت كښې پرېښودلو نو هلته به بدتره انساني بحران پېدا شي، د اويغور په معاله تنقيد او د كشمير په اړه قصداً خاموشي اختيارول د لوېديځو دوه مخې معيار دے. د خالي په ورځ چينائي مېډيا سره په مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې زه خپل پلاوي سره د راتلونكې اونۍ په پاې كښې د چين د دورې په انتظار يم، چين ته تلل تل د خوشحالې سبب ګرځېدلي. وزيراعظم ووئيل چې وخت تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو اړيكې قوي شوې دي، د دې بنيادي وجه په پاكستان كښې دا احساس دے چې چين تل د ضرورت په وخت زمونږ ملګرتيا كړې ده، په پاكستان چې كله هم سخت وخت راغلې، چين ئې ملګرتيا كړې ده او پاكستان هم د چين ملګرې پاتې شوې او مونږ ګاونډيان يو. وزيراعظم ووئيل چې كله قراقرم ستره لار جوړېده نو هغه وخت ما په سكول كښې لوستل كول، دا لويه لار د چين د حكومت او د پاك پوځ په شريكه مرسته جوړه شوې، دا يو ډېره مشكله پروژه وه ځكه چې لارې سختې وې، لوړې غره ايزې سلسلې وې او ماته ياد دي چې ډېر چينائي كاركوونكي د قراقرم لوئې لارې جوړېدو په مهال په حق رسېدلي وو ځكه دا اړيكې ډېرې ژورې دي او وخت تېرېدو سره سره لا قوي شوې دي، سي پېك دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كړي دي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا به وړومبي اولمپكس لوبې يا سرمايه لوبې وي كومې به چې زه نېغ په نېغه وګورم، د دې په انتظار يم او تاسو ته معلومه ده چې زه يو لوبغاړې وم، د خپل ژوند تقريباً 20 كاله زه لوبغاړې وم، د چين خلق د كركټ لوبه نه كوي، زه هيله لرم چې زمونږ اړيكې مخ په وړاندې ځي ، مونږ به د چين په خلقو د كركټ لوبه هم زده كړو چې دغسې په چين كښې هم د كركټ لوبه كوونكې زبردسته لوبډله جوړه شي. وزيراعظم ووئيل چې د نړيوالې وبا له امله په ټوله نړۍ كښې لوبې ځپلې شوې دي، په دې تناظر كښې په چين كښې سرمائي اولمپكس كول ډېر د ستائنې وړ كار دے. د افغانستان صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې افغانستان د 40 كلونو راهسې سخت صورتحال سره مخ پاتې شوے، د دې وجه دا ده چې تر 40 كلونو بهرنيو طاقتونو افغانستان د جنګ مېدان جوړ كړے، د افغانستان خلقو 40 كاله مشكلات زغملي دي او اوس 40 كاله پس په افغانستان كښې د امن موقع په لاس راغلې، په دې وخت كښې په افغانستان كښې كوم جنګ نشته، دا څلور لسيزې وروستو داسې كېږي، په دې حالاتو كښې بايد نړيواله ټولنه افغانستان يوازې پرې نه ږدي ځكه چې كله په كال 1989م كښې د شوروي اتحاد ځواكونه د افغانستان نه لاړل او نورو هم داسې وكړل نو په افغانستان كښې كورنۍ جګړه پېل شوه چې پكښې دوه لكه افغانان ووژل شول او د ګډوډې په دې حالاتو كښې طالبانو پېدا شول، اوس كه شل كاله پس يو ځل بيا افغانستان پرېښودل شو نو د افغانستان څلور كروړه اولس به بدتره انساني بحران سره مخ شي او كه په افغانستان كښې بحران پېدا شي نو ممكنه ده چې هم هغه حالات پېدا شي كوم چې شل كاله وړاندې پېدا شوي وو كله چې امريكائي ځواكونه افغانستان ته داخل شوي وو ځكه بايد نړيواله ټولنه هلته يوازې د څلور كروړه انسانانو په باره فكر وكړي، دوي د طالبانو حكومت خوښوي يا نه ، بايد د دې خبرې ثانوي حثيت وي. د افغان اولس خېر ښېګړه بايد وړومبې ترجيح وي، دوي په دې وخت كښې بدتره انساني بحران سره مخ دي او چې څومره زر ممكنه وي، د دوي د مرستې ضرورت دے. وزيراعظم د چين اولس ته د نوي قمري كال مباركي وركولو سره ووئيل چې زه هيله لرم چې چين سره زمونږ داسې اړيكې وي چې ګټه ئې دواړو هېوادونو ته ورسي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا كښې سكيئنګ لپاره موزون سيمې موجود دي، په پاكستان كښې دې لوبې ته پام نه دے شوے، په دې سيمو كښې دې لوبې ته پام كوو، چين سره په ګډه دې سكئېنګ لوبې ته پام كېدے شي.
پاكستان او چين 70 كلنې پخوانې د دوستې نزدې اړيكې لري، سي پېك دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كړي دي، راتلونكې اونې به د چين دوره كوم. د وزيراعظم عمران خان چينائي مېډيا سره مركه
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج