اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې به سبا د اتوار په ورځ يو ځل بيا د كشمير يووالي ورځ په بشپړه ډول لمانحلې شي۔ په دې مهال به پاكستان او آزاد كشمير كښې لاريونونه ويستلې شي ۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي به هم بېلو دستورو كښې ګډون كوي دغسې د پاكستاني سفارتخانو تر اهتمام لاندې به د دې ورځې مناسبت سره دستورې كولې شي۔ د پاكستان دريځ دا دے چې كشميري اولس ته دې د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له آزادۍ سره د رائې كارولو حق وركړے شي او دا چې په منطقه كښې تلپاتې امن او سلامتيا د كشمير مسئلې سولييز حل سره تړلے ده۔ د پاكستان دا وېنا ده چې هغه به د كشمير مسئلې سولييز حل لپاره د كشميري وروڼو خوېندو هر ممكن ملاتړ روان ساتي۔ پاكستان ټول عمري په سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي كچه د كشميري اولس ملاتړ كړے دے۔ د پاكستان دا پخوانے دريځ دې چې د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دې د كشمير مسئلې حل ولټولې شي۔
د پاكستان په شمول ګرده نرۍ كښې به د كشمير يووالي ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر