اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو تر مينځه د همږۍ خاص مرستيال علامه حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان ښكاره دريځ دے چې په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې كول پكار دي كومو ته چې څوك ګوته پورته نه كړے شي٬ سپيځلې ټاكنې هېواد او قام لپاره ګټورې دي٬اپوزېشن دې په انتخابي اصلاحات كښې د حكومت مرسته وكړي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان يو جمهوري هېواد دے٬حكومت د اپوزېشن سره په اتفاق قانون سازي كول غواړي دغسې چې كوم ابهام پاتې نه شي۔حكومت وړاندې هم اپوزېشن ته د انتخابي اصلاحات په معامله د خبرو اترو بلنه وركړی وه٬اوس هم مونږ غواړو چې چې اپوزېشن راوړاندې شي او د انتخابي اصلاحاتو په معامله خپل تجاويز وړاندې كړي ٬ چې په انتخابي نظام كښې سپيځلتيا باوري شي۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د ټاكنو نه پس د ټګۍ چغې سورې وهلې كېږي٬ګټونكې وائي چې مونږ ګټلې او ماتې خوړونكې وائي چې ټګي شوې٬ د (ن)ليګ مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پشمول د اپوزېشن ځينو غړو د دې خبرې اعتراف كړے چې تر ننه كومې ټاكنې شوي هغه سپيځلې نه دي شوي ٬ده ووئېل د سپيځلو ټاكنو لپاره اصلاحات يواځنې حل دے۔
سپيځلې ټاكنې هېواد او قام لپاره ګټورې دي٬اپوزېشن دې په انتخابي اصلاحاتو كښې د حكومت مرسته وكړي۔د وزيراعظم خاص مرستيال علامه حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا