اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د اسلامي هېوادونو ترمينځه ا??حاد او يو والي ته اړتيا ده ، د پاک ایران پارليماني غړي دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كو??ې ش??۔ هغه د شورؤ پ?? ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د ايران پارليماني پلاوي سره خبرې كو??ې۔ د ايران په پارليمان كښې د ايران – پاك دوستي ګروپ مشر احمد امير عبادي فرحاني په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلي پلاوي د شورؤ پ?? ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو د منطقې په روانه وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيكر ووئيل پاکستان او ایران اسلامي ورونړه ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هیوادونو اړیکې د مذهب ، ورورولۍ ، تاریخ او ګاونډیتوب په تلپاتې ا??یک?? پورې تړلي دي۔ پارلماني ډېپلوماسي د پاکستان او ایران ترمینځه د ا??یک?? په پیاوړتیا کښې مهم رول لوبولی شي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې زياتوالے سيمه ايز پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے٬ د تجارت او توان په څانګو كښې مرسته د دواړو هېوادونو په ګټه ده۔ هغه ووئيل اوسنے حكومت د ايران په شمول ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكو ته د ودې وركولو هڅې كو??۔ هغه ووئيل اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو حل كو??و له د اسلامي هېوادونو ترمينځه ا??حاد او يو والي ته اړتيا ده۔ هغه ووئيل د ایران پارلیماني پلاوي اوسنۍ دوره به د دوه اړخيزه پارليماني اړيكو ته وده وركولو كښی يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ د ایران پاکستان دوستی ګروپ مشر احمد امیر آبادی فرحاني د سپیکر اسد قیصر ايران سره د ژور تعلق جذبه ستائلو سره ووئيل ايران پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګور??۔ هغه ووئيل ايران د پارليماني او اقتصادي مرستې د لارې روانې اړيكې لا مستحكمول غواړي ٬ په سيمه ايز امن كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے او دوه اړخيزه اړېكو مستحكمولو له د پارليماني رابطو وده ډېره مهمه ده ۔ هغه ووئيل پاكستان او ايران له پاك پروردګار بلها قدرتي وسائل وركړي كو?? چې د دواړه هېوادونو د اولس پرمختګ او سوكالۍ له كارېدے ش??۔ هغه ووئيل د اسلامي نړۍ ترمينځه يو والي له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔
اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د اسلامي هېوادونو ترمينځه يو والي ته اړتيا ده۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر
مضمون کا ماخذ : apostas quina