اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې په موقعه د سعودي عربستان ٬ قزاخستان ٬تركمانستان او ګېمبيا خپلو همڅنګو ليدلي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ده خپل سعودي همڅنګ شهزاداه فېصل بن فرحان آل سعود ترمينځه شوي ملاقات كښې په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعید المالکی هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ په ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير په نړيواله كچه د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د نزدې او ژورې مرستې په حاجت زور راوړو۔ د قزاخستان خپل همڅنګ مختار تلیبردی سره ملاقات كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرشي ووئيل ستا دې دورې سره به د پاكستان او قزاخستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د تجارت ٬ معيشت ٬ رابطو ودې ٬ سلامتيا او د دفاع څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې جاج واخست او د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده نوعيت يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د ګېمبيا خارجه وزير ډاكټر مامدو تنګارا سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل د پاكستان او ګېمبيا ترمينځه په ګڼ اړخيزه فومرز غوره مرسته د دوه اړخيزه اړيكو استحكام څرګندونه كوي۔ د ګیمبیا خارجه وزير د خپل صدر لخوا وزيراعظم عمران خان لپاره د نېكو هيلو پېغام راورسولو۔ د تركمانستان خارجه وزير سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو او د شريكې خوښی په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير په اوسنيو صدارتي ټاكنو كښې د ترکمانستان د نوي صدر په توګه د سردار بردی محمدوف په ټاكل كېدو خپل همڅنګ ته مباركي وركړه۔ خارجه وزير تاپی ګېس پائپ لائن مېګا پراجېکټ لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په افغانستان كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره د نړيوالې ورورلۍ پرله پسې مشغول پاتې كېدو په اهميت زور راوړو۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د سعودي عربستان ٬ قزاخستان ٬تركمانستان او ګېمبيا خپلو همڅنګو وليدل
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش