اسلام آباد۔03 جنوري (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3 زره 744 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 15 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي۔ د نهې په ورځ د نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ ( اېن آئی اېچ) لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 3 زره 744 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 15 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره د كورونا ټېسټونو مثبت شرح 0.40 پاتې شوه۔ بلخوا د دې رنځ د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 25 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو ښارونو كښې په اسلام آباد كښې 478 ټېسټونو كښې د 5 په مثبت راتللو مثبت شرح 1.05 ٬ لاهور كښې 368 ټېسټونو كښې د 2 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.54 او پېښور كښی په 368 ټېسټونو كښی د 2 ټېسټونو په مثبت راتللو مثبت شرح 0.54 فيصده پاتې شوه۔
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 3 زره 744 ټېسټونه وكړې شول ٬ اېن آئي اېچ
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد