لاهور۔27 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص استازي او د پ??ك??تا?? علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې عمران خان ته مشوره دا ده جې هغه د مذاكراتو مېز ته راشي او په ګډه د هېواد د مسئلو حل ولټوي٬ د دھرنو او لانګ مارچ د لارې حكومتونه لمينځه نه ځي٬ د سېنېټ 76 كلن غړې كه د ادارو په ضد د اخلاق نه پرېوتې خبرې كوي نو مونږ به د ځوانانو نه بيا ??ه طمع ولرؤ؟ د وزيراعظم د تركيه اوسنۍ دوره كامياب پاتې شوې او تركيه به پاك??تا?? كښی د 5 اربه ډالره سرمايه كاري كوي ٬ هېواد ستونزو څخه و يستلو كښې د پ??ك پوځ سرلښكر جنرال قمر باجوه مهم كردار ترسره كړو ٬ د جنرال عاصم منېر د آرمي چيف په توګه تعينات كېدو ته په اسلامي نړۍ كښې د قدر په سترګه كتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل جنرال قمر جاوېد باجوه پاك??تا?? لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړې دي۔ پاك??تا?? فېټف څخه ويستلو كښې د مهم كردار لوبولو سره سره هغه خارجه پالېسۍ ته د پېښو چېلنجونو مقابله وكړه۔ ده ووئيل د پ??ك پوځ مشرانو په اړه دا تاثر سم نه دې چې هغوي د ريټائرمنټ څخه وروسته بهر ځي ٬ هغوي په پاك??تا?? كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل په پاك??تا?? كښې د زغم كلتور ته به وده وركول وي۔ ده ووئيل اعظم سواتي سره زما ذاتي تعلق دے خو هغه چې په ټويټر د پ??ك??تا??ي ادارو په چارواكو كوم ټكونه كړېدي هغه د غندنې وړ دي۔ ده ووئيل ماته د اعظم سواتي په وېډيو هم خفګان شوے داسې بايد نه وې شوې۔ ده ووئيل د جنرال عاصم منېر د آرمي چېف په توګه تعينات كېدو ته اسلامي نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ دې سره د پ??ك??تا?? وقار زيات شوے دے چې د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د قرآن حافظ د پوځ سرلښكر جوړ كړے شوے دے۔ ده ووئيل زمونږ پوځ زمونږ وياړ دے او مونږ لپاره دا د وياړ وړ خبره ده چې په قطر كښې د فټبال نړيوال كپ امنيت پاك پوځ ته سپارلے شوے دے۔ ده ووئيل زه ټولو سياسي مشرانو ته خواست كوم چې هغوي د هېواد بهترۍ لپاره خپله انا قربانولو سره يو ځائې كښېني او د مسئلو حل ولټوي۔
سياسي ګوندونو له به هېواد ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له په ګډه خپل كردار ترسره كول وي٬ علامه حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ