اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)افغانستان كښې دپاكستان سفير منصور احمد خان د زيارت په ورځ په سفارتخانه كښې د پېشه وره تربيې په اداره كښې په كمپيوټر او انګلش كورسسز كښې د زده كوونكو د راتګ په رسمي توګه هركلے كړے۔په خپلو خبرو كښې سفير د افغانانو وروڼو د تعليم په كالو ښائسته كولو لپاره د پاكستان په عزم رڼا واچوله۔ده ووئيل د پاكستان تعليمي ادارو څخه سند اغستونكې د 50 زرو نه زيات افغان ايلومينائي د افغانستان په بېلو دولتي ادارو كښې فرائض ترسره كوي او په افغان ټولنه كښې د بهترۍ لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د كووېډ 19 وبا نه پس د سفارتخانې په كونسلګرۍ عمارت كښې په اوسنيو كښې جوړ شوي كيثرالمقاصد كلاس رومز كښې د 17م اكتوبر 2021 څخه بيا لوستې پېل شوي۔ده ووئيل پاكستان د علامه اقبال سكالرشپس ترمخه د كال يو زر سكالرشپ وركوي۔د راروان كال سكالرشپ لپاره ټېسټ به د دې كال په آخر كښې كېږي
په افغانستان كښې د پاكستان سفير په كمپيوټر او انګلش كورسونو كښې د زده كوونكو هركلے وكړو
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا