اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان د لنډمهاله حكومت خارجه وزير امير خان متقي په او آئي سي عونډه كښې ګډون لپاره د خالي په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې۔ د اسلام آباد په نړيوال هوائي مېدان د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان پلاوي سره د دوي هركلے وكړو۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو امير خان متقي په افغانستان كښې امن او پرمختګ لپاره د پاکستان د مرستې ستائنه كولو سره ووئيل چې دا بې مثاله ده۔ ده ووئيل زه د پاكستان او په خاص توګه د وزيراعظم عمران خان مننه كوم چا چې په افغانستان كښې د انساني بحران حل لټولو لپاره ئې د دې اهم كنفرنس كولو پرېكړه كړې۔ وزير مملکت علي محمد خان ووئيل زه د وزيراعظم، حکومت او پاکستاني اولس لخوا د افغان لنډمهاله حكومت د خارجه وزير هركلے كوم۔ ده ووئيل پاكستان عمر له افغان اولس سره ولاړ پاتې شوې دې او سباون كښې به هم ولاړ وي۔ ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د افغانستان د اقتصادي مسئلو حل لپاره به د دې كنفرنس د لارې په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي
افغان خارجه وزير په او آئي سي عونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسېد
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر