اسلام آباد10اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئيلي دي په تېرو لسو كالو كښې 300 فيصدزياتوالي سره پاکستان په نړۍ كښې يوازنے هېواد شو چرتا چې د مېنګروز ځنګلات په تندۍ سره وده مومي او د دې ساتنې او خصمانې لپاره په لويه شمېره ځائي كسانو ته د ګرين ملازمت موقعې هم ترلاسه كېږي۔ د نهې په ورځ د مېنګروزپېداوار پحقله خپل ټويټ كښې فرخ حبيب ووئيل مېنګروز د ساحل قدرتي ساتندويه دي كوم چې سائيکلون او د سمندر سطح كښې د زياتوالي نه د حفاظت پشمول يو شمېر ګټې رامخې ته كوي، په مېنګروز كښي ښه کاربن سنك هم وي كوم چې د عام ځنګولو څخه كاربن څلور چنده زيات ذخيره كوي۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنے هېواد دے چرته چې د مېنګروز د پېداوار شرح د ټولو نه زياته ده او كومه چې په تېرو لسو كالو كښې 300 فيصده زياتوالے دے٬د بلوچستان مېنګروز هم په تندۍ سره زياتېږي او اوس 12 زره اېكړه اضافي مېنګروز كرلې كېږي۔ ده ووئېل په دې مېنګروز كښې ذخيره شوے بليو كاربن هم ډېر زيات دے او د دې بيعه 2.5 بېليونه روپۍ ده كومه چې د بليو بانډ د لارې سرمايه جوړېدې شي، پاکستان په دې كار كوي٬ د مېنګرووز تحفظ او پراختيا د ځائي ورورولۍ او ځائي خلقو ته ګرين روزګار هم وركوي كوم چې په ساحلي سيمو كښې مېشته دي۔ده ووئېل نن د ځائي اولس نړيواله ورځ هم ده٬ د وزيراعظم په مياني كښې موجودګي د دې هلو ځلو اعتراف دے۔
پاکستان د مېنګروز په تندۍ سره وده كوٶنكے هېواد جوړ شوے۔ د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania