اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د امريكې د فارن افيئر كمېټۍ چيئرمېن ګرے ګوري ميكس ملاقات كړے ٬د آسيا٬بحرالكاحل او مينځني آسيا لپاره د ذيلي كمېټۍ چيئرمېن ايمي بيرا هم د راغلي مېلمه سرهملګرے ؤ ۔د ګل په ورځ شوي ملاقات كښې وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام قوي كولو لپاره د پاكستان او امريكې رابطو ته پراختيا وركولو او د افغان اولس مالي معاونت ته اړتيا ده۔په افغانستان كښې د رامخې ته شوي صورتحال ذكر كولو سره وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې انساني بحران او د معاشي تباهۍ مخ نيوي هڅو كښې د يوې برخې په توګه د افغانانو مالي معاونت ته اړتيا ده۔وزيراعظم دا هيله هم څرګنده كړه چې د ليكويډېټي مسئلې مخ نيوي لپاره تګلار او ذريعې به لټولې شي او بنكنګ چينلز به د دې جوګه كولې شي چې د افغانستان مرسته وكړي۔ده د دواړو غړو د پاكستان دورې هركلي كولو سره هيله څرګنده كړه چې دا دوره به نه يوازې د پاكستان او امريكې اړيكو ښه كولو سبب وګرځي بلكې د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه د اړيكو قوي كولو له به هم مرستياله ثابت شي۔دواړو ډلو په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او امريكې دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو قوي كولو سره سره به د صحت٬سلامتيا٬لپاره او دترهه ګرۍ مخ نيوي سرهد موسمي بدلونونو مخ نيو لههم مرسته كولې شي۔
په افغانستان كښې امن او استحكام قوي كولو لپاره د پاكستان او امريكې رابطو ته پراختيا وركولو او د افغان اولس مالي معاونت ته اړتيا ده۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق